ايا امريکايي او افغاني واکمنان دافغان ولس په وړاندي رشتيا وايي ؟
  انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

              ۲۰۰۹ ــ ۷ ـــ  ۳

لومړي برخه :

 

          

هـــره سيـــمــه دوطـــن زمـــوږ وطــــن دي

 

پکتيکــا کــه کندهــار کــه قـــطغــن دي

ټول قومونه دلته ژوند کړي لکه وروڼه

 

که  پښتون دي که تاجک که ترکمن دي

هيـــڅ يـــو تـــر بــل بــهــتره نــه دي دلـــتــه

 

ځـــــکه ټــو لــو اوبــه کــړي دا چـمــن دي

دنــفــاق آواز کــه څــوک دلــتـــه راباســـي

 

هغــه زمـــوږ دافــغانـانـو ګـډ دښمن دي

 

داسي معلوميږي چه دامريکا نوي مشرتابه غواړي  دامريکا نوي تصوير ونړيوالواوپه ځانګړي توګه واسلامي نړي ته ددوستي ، همکاري او متقابل احترام پرا صولو ولاړ  په يوه ښايسته چوکاټ کي ترسيم او  وښيي ۰

ولي دا تصوير په دې  څو مياشتو کي يواځي او يواځي  پر څرګندونو او شعارونو باندي تکيه لري او بس  ۰ په داسي حال کي چه  اسلامي نړي ، په ځانګړي توګه دهغي مځکي انسانان چه ددوي د وحشتناکو بمباردونو او ياددوي په غير انساني زندانونو کي دبي ګناهی په جرم  دخپلو کور نيو غړي ، دوستان او  وطنوال  دلاسه ورکړي  دي  ، او هم  په خپل   وطن کي يي  امريکاد ( ۵۲ ب )    الوتکو  په زور    دډموکراسي او  بشري حقوقو تر نامه لاندي ، ددې ولسونود تابع   کولواوملي غرور له منځه وړلو   له پاره ، تور وحشتناکه زندانونه جوړ کړي  ، چه ځينو  زندانيانو ته  يي دانساني کرامت څخه ليري داسي  شکنجي هم  ورکړي  دي ، چه دزاړه استعمار تاريخ يي په خپلو پاڼو کي نه لري ۰ اوس نو   بيا څنګه کيدلايسي چه  دمقابل لوري دځانګړوضرورتونو له مخي دي

 دعملي قدمونوڅخه   په ډيره  ليري  فاصله کي ، يواځي   په خالي شعارونو او څرګندونو هر څه هير او نوي دوستي دي  شروع کړي ۰  په داسي حال کښي چه  اسلامي  نړي په ځانګړي توګه هغه  هيوادونه چه په دې لسيزه کي بيله کومي واقعي توجيه څخه  دبوش داداري له خوا ه په اورونو کښي سوځيدلي دي ، نن    ودې  ته سترګي په لاره دي چه دا اورونه به څنګه  اوژر تر ژره دامريکاد نوي اداري په ‌زريعه خاموشه او ددې هيوادونو سره به  دمتقابل احترام پرا  صولوباندي  ولاړ مناسبات ساتي ۰

ماپه يو ه ليکنه کي چه په ۲۰۰۸ـــ ۲ ـــ ۵  نيټه کي  مي  په ځينو افغاني ويب پاڼو کي دـــ دافغان لاس تړلي ملت سر نوشت چيري او څوک ټاکي ـــ تر عنوان لاندي   نشر ته سپارلي وه  ، ددې ليکني  په يوه برخه کي مي دافغان ولس ددې کړکيچ  په وړاندي  دامريکا دډموکراټ ګوندبهرني سياست ته  دنړي او منطقي دحالاتو اوپه خپله دامريکا دځانګړو ضرورتونو  په نظر کي نيولو سره مي  په لنډ ډول   داسي اشاره   کړي ده ۰

که  دامريکا په راتلونکو انتخاباتو کي کاميابي دډموکراټ ګوند په نصيب سي ، نو داسي معلوميږي چه په خارجي سياست کي به يي دافغانستان په وړاندي کوم عميق تغير ونه ليدل سي ۰  ولي ددغه بي ځايه زور ګويي دسياست لمن به يو څه لنډه کړي ۰ دا ځکه چه امريکا په اوس مهال کښي په جهان کي خپل هغه پخواني محبوبيت دخپلي  زور ګويي سياست له مخي له لاسه ورکړي دي ،  کوم چه دساړ ه په وخت کي په يوه او بل شکل تر لاسه کړي وو۰ ځکه نو دا حتمي او ښکاره خبره ده چه دوي به دتيرو کړونو دتلافي کولو له پاره وجهان ته دنوي دوستي لاسونه اوږدوي ۰ ولي که بياهم دامريکا چارواکو دافغان ولس   ملي ګټو ته دمتقابل احترام په سترګه ونه کتل ، نو په هغه صورت کي به دافغان لاس تړلي ملت ستونځي لږ نه بلکه نوري به هم ډيري سي ۰

 

اوس  که   دپورتنيو عيني واقعيتونو په نظر کي نيولو سره دافغانستان دمصنوعي ټولټاکنو په هکله دامريکا دمشر تابه او دنورو واکمنانو دڅرګندونو ته نظر واچوو، داسي معلوميږي ، چه امريکا  دافغانستان داوسني کړکيچ په هکله يواځي او يواځي و سياست ته تغير ورکړي ، ولي ستراتيژ يک اهداف يي دافغانستان او منطقي دهيوادونو په وړاندي   پر هغه   خپل ځاي پاته دي ۰ نو  که داوباما  دتغير  سياست ديوه داسي  نوي ستراتيژيک پلان زيږ نده وي ، چه اساس يي دافغانستان دخلګو  سره د  متقابل احترام پر بين المللي اصولو باندي تکيه ولري ۰  نوپه هغه صورت کي به  دانوي دتغير سياست  دافغان ولس له پاره  دتائيد وړوي  ۰ او هم به دافغان زوريدلي ولس دا کړکيچ  د سياسي حل  ريښتينه  لاره پيدا کړي ۰ او که دوي په دې لويه سياسي لوبه کي دافغان ولس دتير وتلو له پاره يواځي وسياست ته تغير ورکړي وي ، دافغانستان او منطقي په وړاندي يي  ستراتيژيک اهداف دبوش داداري داهدافو  دخط تسلسل وي ، نو په هغه صورت کي به دافغانستا ن اوسني لانجه داسي پيچلي بڼه  اختيار کړي ، چه بيابه يي دحل لاره نه يواځي امريکا ته بلکه ملګرو هيوادونو ته به يي  هم په ډيره قرباني تمامه سي ۰

 

دپورتنيو خبرو سره په اړوند کي  بايد ووايوچه ،  دامريکامشر اوباما  دافغانستان د اوسنيو ټولټاکنو دکانديدانو  دتبليغاتي کمپاين په  شروع کښي دخپلو څرګندونو په يوه برخه کښي هم  داسي ويلي  دي  :

زه دافغانستان خلګو ته مبارکي ورکوم چه دخپل هيواد انتخاباتي مبارزه يي په رسمي توګه پيل کړه ۰ داسد په ۲۹ نيټه دافغانستان خلک به   يو نوي جمهو ر ريس چه دغه هيواد رهبري کړي ، دآزادو انتخاباتو دلاري وټاکي ۰ ولايتي شوراګانو دپاره هم په دغه ورځ استازي ټاکي څوددوي نماينده ګي وکړي ۰اوتقريبأ دوي  هفتي مخ  کښي دامريکا ځينو لوړ پوړو چارواکو لکه داوباما امنيتي سلا کار ـــــ جيمز جونز ــــ  او بله ورځ بياپه افغانستان کښي دامريکا سفير ـــــ ايکنبيري ـــــ  هم ددي ټولټاکنو په اړوندپه کابل کښي  دخبر يالانو په وړاندي دنورو څرګندونو وڅنګ ته  داسي  وويل :دامريکا متحده ايالات دافغانستان په دې ټولټاکنو کي دکوم ځانګړي کانديد ملاتړ نه کوي ۰ 

 

اوس نو که ددوي خبرو ته په لږ دقت توجه وکړو، داسي معلوميږي چه امريکا يي واکمنان دافغانستان پر يرغل او اشغال باندي په ښکاره ډول  سترګي پټوي ۰ او په افغانستان کي داوو کالو داشغال بهير يو دموکراتيک او دنړي  پر قبول سوو بشري  حقوقو پر نورمونو ولاړ بهير بولي ۰ په داسي حال کي چه دو ي په دې  ټولو واقعيتونو او په دي غير ي ډموکراټيک او يرغلي  بهير باندي ډير ښه پوهيږي ۰ ځکه نو دلته داسي يو سوال  پيداکيږي ، چه ايا  دزاړه او نوي استعمار په تاريخ کښي په نړي کي داسي يو  مملکت وجود درلودي يايي لري ، چه دبهرني يرغل په موجوديت کي دي هلته دخلګو ريښتينه اراده څرګنده ،   او  آزاد ي ټولټاکني دي  تر سره  سي ؟په واقعيت کښي په  نړي کي داسي مثال وجود نه لري ۰ دا ځکه چه يرغل په خپله دټولو بشري قبول سوو ډموکراټيکو او آزادو   نورمونوضديوه  پديده ده ، چه ټولي آزادي او  بشري غوښتني تر پښو لاندي کوي ۰ او دخپلي برچي په زور ديرغمل سوي ولس د ټولو ملي شتمنيو واک او اختيارپه خپل لاس کي نيسي ۰   ځکه نو  هيڅوک نه سي کولاي چه داسي ادعا وکړي ،  چه ديرغل په موجوديت کي کيدلايسي په يوه مملکت کښي د ي  ډموکراتيک ارزښتونه وساتل سي ، او خلګ دي دآزادو ټولټاکنو له لاري خپله اراده څرګنده کړي ۰  ځکه  دانو په واقعيت کښي   ـــــ  خواب است ، مهال است وجنون ــــــ    په حقيقت کښي  داسي څرګندوني نه يواځی ددموکراسي تحريفول دي،  بلکه دديکتاتوري واصطلاح ته د ډموکراسي تعريف ايښوول هم  دي ۰ چه دانو خپله بله  يوه   لويه  خطا ده ۰    ولي ځيني  افغاني روشنفکران هم  ددې ټولو واقعيتونو په شتون کښي بيا هم داسي فکر کوي چه  دداخلي جنګ يواځني  بديل هم دغه مصنوعي ټولټاکني دی ۰ ولي ودې اړخ ته يي بيا فکر نه کوي  چه  داخو  ديرغلګرو تر مستقيمي حمايي او نظارت لاندي تر سره کيږي ۰او هغه څوک به  ددې لوبي ګټونکي اعلانيږي  ، چه دامريکا ريښتيني ګوډاګي وي ، څو دامريکا او ملګرو هيوادونو ګټی يي ور ډيري او وساتي ۰ ځکه نو د دغه مصنوعي ټولټاکنو په نتيجه کي به نه يواځي په افغانستان کي  دجنګ لمبي  واراموسيمو ته وغځيږي بلکه دالمبي به همسايه ملکونه هم تر خپل جدي تهديد لاندي راولي ۰   ځکه نو  بايد افغاني روشنفکران ددغه مصنوعي ټولټاکنو دبديل په فکر کښي واي ۰   چه هغه يواځني   ريښتيني بديل  زما په نظر دافغانستان داوسني کړکيچ د سياسي حل ميکانيزم دي ۰ چه ما په دي اړوند ددووکلونو راهيسي خپل وړانديز وافغاني روشنفکرانو او نړيوالوته په ځينو افغاني ويب پاڼو کي  کړي  دي ۰

 


July 5th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات